IQNA

د امام حسین (ع) په حرم مطهر کې د یخَولو  پرمختللو  سیستمونو پیل  

9:10 - July 09, 2025
د خبر لمبر: 3491364
ایکنا - د امام حسین (ع) د حرم مطهر د تخنیکي او انجینرۍ پروژو څانګې اړوند د یَخولو یونټ یا سسټة د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسمو پر مهال د زائرینو د هوساینې لپاره د یوې ځانګړې  سسټم  د پلي کولو خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د حرم مطهر د رسمي ویب‌سایټ له قوله راپور راکړی، د یَخَولو د سسټم مسئول، انجینر صفاء علي حسین، وویل چې دا طرحه د حرم مطهر په صحن کې د مرکزي پرمختللو یخولو سیستمونو په کارولو سره د زائرینو لپاره یو صحي او مناسب چاپېریال چمتو کوي. دا طرحه د ۹۰۰۰ ټنو په ظرفیت د یخولو سیستمونو د نصبولو په موخه ده، چې په ځانګړې توګه د زائرینو د ننوتلو او وتلو په لارو تمرکز لري.د حرم داخلي تودوخه د ۲۴ څخه تر ۲۶ درجو سانتی‌ګراد پورې تنظیم کیږي  څو د داخلي او بهرني تودوخې د توپیر له امله د ناروغیو مخه ونیول شي. همدارنګه، یو پرمختللی سیستم د مثبت او منفي پریشر د کنټرول لپاره پیل شوی دی چې د ککړې هوا په ایستلو او د تنفسي ناروغیو د عواملو په کمولو کې مرسته کوي. دا سیستم په بشپړه توګه د عراقي کارپوهانو لخوا اداره او څارل کیږي.د امام حسین (ع) آستان مقدس د محرم الحرام په میاشت کې د میلیونونو زائرینو لپاره د یو صحي او خوندي چاپېریال د چمتو کولو په موخه د یوځای شوو انجینرۍ هڅو ته ژمن دی

https://iqna.ir/fa/news/4292394

captcha